ads

عمران خان: افغان حكومت ته نور د سولې مشوره نه وركوم

د پاكستان لومړي وزير عمران خان اعلان وكړ، چې له دې وروسته د افغانستان حكومت ته په دغه هېواد كې د سولې ټينګېدو په اړه هېڅ مشوره نه وركوي.
ده تېره ورځ په اوركزو قبايلي سيمه كې د وينا په مهال په وويل، افغان حكومت يې مشوره د افغانستان په كورنيو چارو كې مداخله بولي.

نویسنده: mayar
31 وری 1398
عمران خان: افغان حكومت ته نور د سولې مشوره نه وركوم

د پاكستان لومړي وزير عمران خان اعلان وكړ، چې له دې وروسته د افغانستان حكومت ته په دغه هېواد كې د سولې ټينګېدو په اړه هېڅ مشوره نه وركوي.
ده تېره ورځ په اوركزو قبايلي سيمه كې د وينا په مهال وويل، افغان حكومت يې مشوره د افغانستان په كورنيو چارو كې مداخله بولي.
عمران خان په افغانستان كې د سولې ټينګښت د پاكستان د سوداګريزو فعاليتونو د زياتېدو لپاره ګټور يادوي او په خبره يې، وروسته له دې په افغانستان كې د سولې ټينګېدو لپاره يوازې دوعا كوي.
دا په داسې حال كې ده، چې د پاكستان لومړي وزير تر دې وړاندې څو وارې په افغانستان كې د لنډ مهاله حكومت رامنځته كېدل سولې ته د رسېدو لار او دا يې يوازې مشوره بللې وه.
عمران خان د ملي يووالي حكومت ته د مشورې وركولو په نوم ويلي و، د سولې خبرې هغه وخت بريالۍ كېداى شي، چې په افغانستان كې لنډ مهاله حكومت جوړ شي.
خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاكستان د لومړي وزير د دا ډول وروستيو څرګندونو په غبرګون كې، چې د هېواد په كورنيو چارو كې يې مداخله ګڼي، په كابل كې د پاكستان مرستيال سفير احضار كړ او له اسلام اباده يې خپل سفير كابل ته را وغوښت.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA