د هرات د ملي امنيت رياست په ودانۍ كې د چاودنې له كبله د دغه رياست نهو منسوبينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، دا چاودنه تېر مازديګر شاوخوا څلور بجې هغه مهال وشوه، كله چې د دې ولايت د ملي امنيت رياست كار كوونكو غوښتل په يوه رېنجر موټر كې ځاى پر ځاى شوي چاودېدونكي توكي خنثى كړي.
بل پلو د هرات د حوزوي روغتون سرطبيب محمد عارف جلالي كليد ته وويل، د پېښې له ځايه څلور جسدونه او پنځه ټپيان، چې ټول د دغه ولايت د ملي امنيت رياست منسوبين دي، روغتون ته ور وړل شوي، خو يوه ټپي د سختو ټپونو له كبله په روغتون كې ساه وركړه.
ده د يوه بل ټپي روغتيايي حالت هم نازك وباله.
تر دې دمه معلومه نه ده، چې په ياد رېنجر موټر كې چاودېدونكي توكي د چا لخوا ځاى پر ځاى شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


