د نيمروز د شهيدانو او معلولينو آمر د رشوت اخيستلو په تور ونيول شو

په كابل، هرات، فارياب، نيمروز او بغلان ولايتونو كې د بېلابېلو جرمونو په تور اته تنه نيول شوي دي.
د كورنيو چارو وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د نيمروز له جنايي جرمونو سره د مبارزې پوليسو د دې ولايت د شهيدانو او معلولينو آمر د رشوت اخيستلو په تور نيولى دى.