ads

د الجزاير اوسېدونكو يو ځل بيا لاريون وكړ

د الجزاير اوسېدونكو د پرله پسې نهمې جمعې لپاره د هېواد د اوسني وضعيت په اعتراض كې لاريون وكړ.

نویسنده: mayar
31 وری 1398
د الجزاير اوسېدونكو يو ځل بيا لاريون وكړ

د الجزاير اوسېدونكو د پرله پسې نهمې جمعې لپاره د هېواد د اوسني وضعيت په اعتراض كې لاريون وكړ.
د راپورونو له مخې، زرګونه اعتراض كوونكي پرون يو ځل بيا د الجزاير په پايتخت الجزيره كې لارو او كوڅو ته را ووتل او د هېواد د سياسي نظام د ټولو شخصيتونو د ګوښه كولو غوښتونكي شول.
كه څه هم عبدالعزيز بوتفليقه د روانې ميلادي مياشتې په پيل كې له ۲۰ كلونو وروسته د الجزاير د جمهوري رياست له مقامه څنډې ته شو، خو د دغه هېواد اوسېدونكي لا هم له اوسني وضعيت څخه ناراضه دي او د بنسټيزو بدلونونو او په مخكېني دولت پورې د ټولو تړلو چارواكو د ګوښه كولو غوښتنه كوي.
په همدې حال كې د الجزاير اردو خبردارى وركړى، چې په دې هېواد كې د اعتراضونو د پاى ته رسولو لپاره به له هرې وسيلې كار واخلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA