ads

تركيې د سوريې د ډيموكراټيكو ځواكونو له استازو سره د فرانسې د جمهور رئيس ليدنه وغندله

تركيې د سوريې د ډيموكراټيكو ځواكونو له استازو سره د فرانسې د جمهور رئيس ايمانوېل مكرون د ليدنې په غبرګون كې هغه يو ناوړه اقدام بللى دى.

نویسنده: mayar
31 وری 1398
تركيې د سوريې د ډيموكراټيكو ځواكونو له استازو سره د فرانسې د جمهور رئيس ليدنه وغندله

تركيې د سوريې د ډيموكراټيكو ځواكونو له استازو سره د فرانسې د جمهور رئيس ايمانوېل مكرون د ليدنې په غبرګون كې هغه يو ناوړه اقدام بللى دى.
د سوريې د ډيموكراټيكو ځواكونو استازو، چې په دې هېواد كې د داعش ډلې په ضد د كردانو او عربانو ګډ ايتلاف دى، د جمعې په ورځ په پاريس كې د فرانسې له جمهور رئيس سره وكتل.
د تركيې د بهرنيو چارو وزارت وياند حامي اكسوى د جمعې په ماښام د فرانسې پر دولت په نيوكې سره وويل، هېواد يې د ايمانوېل مكرون له لوري د سوريې د ډيموكراټيكو ځواكونو د استازو هركلى غندي.
نوموړي د فرانسې د جمهور رئيس دا قدام د پاريس او انقرې د تړون خلاف وباله.
تركيه د سوريې ډيموكراټيك ځواكونه د كردستان د كارګرانو ګوند پي كې كې يوه څانګه بولي، چې انقره، امريكا او اروپايي اتحاديه يې يو تروريستي سازمان ګڼي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA