ads

په كندوز كې يو نامسوول وسله وال قوماندان ونيول شو

د كندوز په امام صاحب ولسوالۍ كې تېره ورځ له غرمې وروسته د ارباب حميدالله په نوم نامسوول وسله وال قوماندان ونيول شو.

نویسنده: mayar
30 وری 1398
په كندوز كې يو نامسوول وسله وال قوماندان ونيول شو

د كندوز په امام صاحب ولسوالۍ كې تېره ورځ له غرمې وروسته د ارباب حميدالله په نوم نامسوول وسله وال قوماندان ونيول شو.
د دغه ولايت د رسنيو دفتر په يوه خبرپاڼه كې ويلي، ارباب حميدالله په انسان ځورونو، وژنو، انسان تښتونو، باج ګيريو او د قانون ماتونې په ګڼو پېښو كې په لاس لرلو تورن دى.
سرچينې زياته كړې، نوموړي پر امام صاحب ولسوالۍ سربېره د كندوز په مركز كې هم ناقانونه فعاليتونه كول او خلكو يې په پرله پسې توګه د نيولو او د قانون منګولو ته د سپارلو غوښتنه كوله.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد د بېلابېلو سيمو اوسېدونكي د نامسووله وسله والو له شتونه سر ټكوي او هغوى د ناامنۍ يو علت بولي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA