ads

په فارياب كې ۱۶ وسله والو او شپږو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

په فارياب كې د نښتو په ترڅ كې د دولت ۱۶ وسله والو مخالفينو او شپږو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: mayar
30 وری 1398
په فارياب كې ۱۶ وسله والو او شپږو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

په فارياب كې د نښتو په ترڅ كې د دولت ۱۶ وسله والو مخالفينو او شپږو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند كريم يورش كليد ته وويل، د دولت وسله والو مخالفينو تېره شپه په دولت اباد او قيصار ولسواليو كې بريدونه وكړل، چې د امنيتي ځواكونو له لوري په شا وتمبول شول.
د ده په وينا، په دغو ولسواليو كې د جګړو په مهال ۱۰ وسله وال وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.
يورش زياته كړه، په دې جګړو كې څلور افغان سرتېري هم وژل شوي او دوه تنه نور ژوبل دي.
وسله والو طالبانو بيا ادعا كړې، چې د فارياب په قيصار ولسوالۍ كې يې د يوه قوماندان په ګډون شپږ سيمه ييز پوليس وژلي او اووه تنه نور يې ټپيان كړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA