ads

په هرات كې د خوښۍ ډزو اووه تنه ټپيان كړل

د هرات حوزوي روغتون ته تېره شپه د خوښۍ ډزو له كبله اووه ټپي شوي كسان ور وړل شوي دي.
د دغه روغتون سرطبيب محمد عارف جلالي كليد ته وويل، په ټپيانو كې ځوانان، ماشومان او د پاخه عمر كسان شامل دي.

نویسنده: mayar
30 وری 1398
په هرات كې د خوښۍ ډزو اووه تنه ټپيان كړل

د هرات حوزوي روغتون ته تېره شپه د خوښۍ ډزو له كبله اووه ټپي شوي كسان ور وړل شوي دي.
د دغه روغتون سرطبيب محمد عارف جلالي كليد ته وويل، په ټپيانو كې ځوانان، ماشومان او د پاخه عمر كسان شامل دي.
هغه د دوو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.
بلخوا د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده كليد ته وويل، دا ډزې نامسووله وسله والو د وري مياشتې د ۲۹مې نېټې يا د مجاهدينو د بريا په مناسبت كړي، چې په تړاو يې له ۲۰ زيات كسان نيول شوي دي.
د نوموړي په خبره، پاتې كسان به هم، چې تېره شپه يې د خوښۍ په ډزو د هرات د اوسېدونكو ارامي له منځه وړې، وپېژندل، ونيول او عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
د ياودنې وړ ده، چې په هېواد پر روانې جګړې سربېره هر كال د خوښۍ او هوايي ډزې هم ګڼو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA