د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ كې د يوه كور د يوې خونې د چت او برنډې د لوېدو له كبله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د روداتو ولسوالۍ يوه قومي مشر اسرار حسنزي کليد ته وويل، دا پېښه تېره شپه د ملنګ په نوم د يوه ځاىي اوسېدونكي په كور كې رامنځته شوې، چې په ترڅ كې يې د هغه يو زوى او دوه لوڼې وژل شوي، مېرمن يې او ملنګ ټپيان دي.
د پېښې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښول شوى دى.
په تېره يوه اونۍ كې د هېواد پر نورو ولايتونو سربېره په ننګرهار كې هم سختو ورښتونو شاوخوا ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


