په زابل كې په دې وروستيو كې لېونيو سپيو له ۲۰ زيات كسان داړلي او خلك يې اندېښمن كړي دي.
د دې ولايت د مركزي روغتون مسوولين وايي، په تېره يوه نيمه مياشت كې دغه روغتون ته د هغو مراجعه كوونكو كسانو شمېر زيات شوى، چې لېونيو سپيو داړلي وي.
د زابل د مركزي روغتون رئيس عباس هاشمي كليد ته وويل، په تېرو شپږو اونيو كې ورته لېونيو سپيو داړلي ۲۲ ناروغان ور وړل شوي، چې ۱۱ يې د مركز كلات ښار اوسېدونكي وو او درملنه يې شوې ده.
بايد وويل شي، چې په دې وروستيو كې له كندهار او يو شمېر نورو ولايتونو هم د لېونيو سپيو لخوا د خلكو د داړلو پېښو راپورونه وركړل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


