د فرانسې حكومت هغه تور رد كړى، چې ګواكې په ليبيا كې د خليفه حفتر د ځواكونو ملاتړ كوي او ويلې يې دي، چې په دغه هېواد كې د سياسي حل لارې غوښتونكې ده.
د ليبيا حكومت فرانسه د خليفه حفتر د ځواكونو په ملاتړ تورنه كړې او ورسره امنيتي همكارۍ يې ځنډولې دي.
د فرانسې د جمهوري رياست ماڼۍ په يوه خبرپاڼه كې اعلان كړى، چې د فايز سراج تر صدارت لاندې د ليبيا د رسمي دولت ملاتړ كوي.
په همدې حال كې پاريس په ليبيا كې د يوې جامع سياسي حل لارې د پيدا كولو په هدف د ملګرو ملتونو سازمان د منځګړيتوب غوښتنه كړې ده.
خليفه حفتر د ليبيا د پخواني رهبر معمر قذافي له نېږدې لوړ رتبه نظاميانو څخه و، چې په دې هېواد كې د اعتراضونو په مهال له هغه جلا شو او د قذافي د دولت له نسكورېدو راهيسې د ليبيا په ختيځ كې فعال دى او هڅه كوي د پايتخت طرابلس په نيولو سره د خپل هېواد بشپړ كنټرول په لاس كې واخلي.


