عبدالرقيب مبارز د ننګرهار د امنيه قوماندان په توګه وټاكل شو

د بلخ پخوانى امنيه قوماندان عبدالرقيب مبارز د ننګرهار د نوي امنيه قوماندان په توګه وټاكل شو.
د كورنيو چارو وزارت لخوا نن سهار په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، مبارز د دغه وزارت د ستر امنيتي مرستيال خوشحال سادات له لوري د ننګرهار چارواكو ته ور وپېژندل شو او رسماً يې كار پيل كړ.