ads

عبدالرقيب مبارز د ننګرهار د امنيه قوماندان په توګه وټاكل شو

د بلخ پخوانى امنيه قوماندان عبدالرقيب مبارز د ننګرهار د نوي امنيه قوماندان په توګه وټاكل شو.
د كورنيو چارو وزارت لخوا نن سهار په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، مبارز د دغه وزارت د ستر امنيتي مرستيال خوشحال سادات له لوري د ننګرهار چارواكو ته ور وپېژندل شو او رسماً يې كار پيل كړ.

نویسنده: mayar
30 وری 1398

نوموړى شاوخوا ۴۰ ورځې وړاندې د بلخ د امنيه قوماندان په توګه په دنده وګومارل شو، خو دا كار د دې ولايت د پخواني والي عطاء محمد نور له غبرګون سره مخ شو او د هغه پلويانو د امنيه قوماندانۍ ودانۍ ته د مبارز له داخلېدو سره مخالفت وكړ او څو ساعته له امنيتي ځواكونو سره پر جګړې بوخت وو.
يوه مياشت وروسته د كورنيو چارو وزارت مبارز له دې دندې ګوښه او پر ځاى يې محمد اجمل فايز د بلخ د نوي امنيه قوماندان په توګه معرفي كړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA