سعودي عربستان او عراق پر امنيتي او استخباراتي همكاريو هوكړې ته سره رسېدلي دي.
د عراق لومړي وزير عادل عبدالمهدي د پنجشنبې په ورځ سعودي عربستان ته د سفر په مهال د دې هېواد له چارواكو سره ليدلي او وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنيتي او استخباراتي همكاريو هوكړه ليك لاسليك شوى دى.
بل پلو سعودي عربستان ته د عراق د لومړي وزير د سفر په څنډه كې په رياض كې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په مشرۍ د پوځي، امنيتي او سياسي چارو ګډې كمېټې خپله لومړۍ غونډه كړې ده.
په ۱۹۹۰يم ميلادي كال كې پر كويټ د صدام حسين تر بريد وروسته سعودي عربستان له عراق سره خپلې اړيكې پرې كړې او ۲۵ كاله وروسته د ۲۰۱۵م ميلادي كال په ډسمبر مياشت كې د رياض او بغداد ترمنځ سياسي اړيكې بېرته ورغېدې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


