ads

د هرات چارواكي د دولت وسله وال مخالفين د ملكي مرګ ژوبلې عاملين بولي

په داسې حال كې، چې د هرات مدني فعالان او اوسېدونكي د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواكونو په بريدونو كې د ملكي مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه څرګندوي، خو د دغه ولايت چارواكي د دولت وسله وال مخالفين د ملكي مرګ ژوبلې عاملين بولي.

نویسنده: mayar
30 وری 1398

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، امنيتي ځواكونه د جګړو په مهال په ځانګړې توګه په هوايي بريدونو كې د ملكي مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره جدي تدابير تر لاس لاندې لري.
دى د ملكيانو د مرګ ژوبلې زياتېدو علت د دولت د وسله والو مخالفينو لخوا له ملكي وګړو د سپر په توګه ګټه اخيستنه يادوي.
د راپورونو پر بنسټ، په ۲۰۱۸م ميلادي كال كې په افغانستان كې له ۶۶۰۰ زياتو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA