ads

د دوحې بين الافغاني غونډه لغوه شوه

د دوحې بين الافغاني غونډه، چې ټاكل شوې وه سبا او بل سبا ترسره شي، پر ګډونوالو يې د نظر د اختلاف له كبله لغوه شوه.

نویسنده: mayar
30 وری 1398
د دوحې بين الافغاني غونډه لغوه شوه

د دوحې بين الافغاني غونډه، چې ټاكل شوې وه سبا او بل سبا ترسره شي، پر ګډونوالو يې د نظر د اختلاف له كبله لغوه شوه.
كه څه هم افغان حكومت د تېرې سې شنبې په ورځ له افغانستانه په ياده غونډه كې د ۲۵۰ ګډون كوونكو كسانو لېست خپور كړ، خو وروسته له قطره د طالبانو د استازو په ګډون د ۲۴۳ تنو لېست خپور شو.
د جمهور رئيس مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي نن كليد ته وويل، كابل له قطره وغوښتل، چې د افغانستان له لوري ټاكل شوى پلاوى دې د دوحې په غونډه كې ګډون وكړي، خو د قطر حكومت دا غوښتنه عملي نه كړاى شوه او دغه غونډه يې لغوه كړه.
طالبانو هم د يادې غونډې لغوه كېدل تاييد كړي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويلي، په پام كې وه د دوحې د غونډې ګډونوال د افغانستان د قضيې په اړه خپل شخصي نظرونه وړاندې كړي، خو افغان حكومت هڅه وکړه ورڅخه د حكومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو غونډه جوړه کړي، چې په خبره يې، دا هڅه د غونډې د تګلارې خلاف وه.
خو د دوحې د غونډې كوربه د شخړو او بشري مطالعاتو مركز ويلي، دغه غونډه، چې د روانې اپرېل مياشتې په ۲۰مه او ۲۱مه نېټه ترسره كېده، د ګډونوالو پر سر د اجماع رامنځته كولو او د هغوى د شمېر په تړاو د اختلافونو د هوارولو لپاره ځنډېدلې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA