د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د دوحې د بين الافغاني غونډې پر ځنډېدو اندېښنه څرګنده كړې ده.
ده پر خپله ټويټر پاڼه له ټولو اړخونو غوښتي، چې د سولې بهير او مذاكراتو ته ژمن پاتې شي.
خليلزاد وايي، خبرې د سياسي حل او د تلپاتې سولې د ټينګښت يوازينۍ لار ده او هېڅ بديل نه لري.
نوموړي د اړتيا په صورت كې د دوحې په غونډه كې د ګډون كوونكي پلاوي د لېست جوړولو په برخه كې همكارۍ ته د چمتووالي ترڅنګ له ټولو لورو غوښتي، د داسې يوه پلاوي پر لېست دې هوكړې ته ورسېږي، چې د ټولو افغانانو استازيتوب وكړي.
د يادولو ده، چې د سياسي څېرو او ګوندونو او طالب استازو ترمنځ لومړۍ بين الافغاني غونډه نېږدې درې مياشتې وړاندې په مسكو كې جوړه او د ملي يووالي حكومت له توندې نيوكې سره مخ شوه.


