د كورنيو چارو او ملي دفاع سرپرست وزيرانو او په افغانستان كې د ناټو عمومي قوماندان غزني ته سفر وكړ.
د دې ولايت د رسنيو دفتر كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويلي، اسدالله خالد، مسعود اندرابي او جنرال سكاټ ميلر د امنيتي حالت او افغان سرتېرو د اړتياوو د ارزونې په هدف د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته غزني ته ورسېدل.
د سرچينې په وينا، يادو چارواكو په يوه غونډه كې، چې په كې د غزني والي وحيدالله كليمزي، د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان جنرال دادان لونګ او ځينو نورو امنيتي مسوولينو ګډون درلود، ژمنه وكړه، چې د ګواښونو له منځه وړلو او د غزني د امنيت ټينګښت لپاره به بېړني اقدامات ترسره شي.
يادو امنيتي چارواكو په داسې حال كې غزني ته سفر كړى، چې په دې وروستيو كې هلته د وسله والو طالبانو د بريدونو د زياتېدو او د دغه ولايت د مركز د بياځلي سقوط په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


