يوه تازه سروې څرګندوي چې د هېواد ډيرى وګړي د راتلونكې په اړه اندېښمن دي او وايي چې چارې په ښه لوري نه دي روانې.
دغه سروې د ستراتيژيكو او سيمه ييزو څېړنو د مركز له خوا د هېواد په شپږو لويو ولايتونو كې ترسره شوې ده چې په ترڅ كې يې د پوهنتونونو له ۸۱۲ تنو استادانو سره مركې شوې دي.
دې سروې په ډاګه كړې چې د هېواد ۶۵ سلنه وګړي د خونديتوب احساس نه كوي، په هېواد كې د بهرنيانو حضور د جګړې لوى لامل ګڼي او په همدې حال كې ۶۹ سلنه وګړي افغان حكومت تورنوي چې د سولې په تړاو صادقانه هڅې نه كوي.
د ستراتيژيكو او سيمه ييزو څېړنو د مركز څېړونكي حكمت الله ځلاند د يادې سروې د پايلو د اعلان پرمهال وويل، د هېواد ډيرى وګړو د سولې شورا په خپلو چارو كې ناكامه بللې او د سولې په تړاو يې د يوه نوي جوړښت د رامنځته كېدو غوښتنه كړې ده.
په همدې حال كې د ياد مركز د څېړنې پربنسټ د ملي يووالي د حكومت په دوره كې جګړې سختې شوې، چې ورسره د جګړې د ښكېلو لورو او ملكي وګړو د مرګ ژوبلې كچه هم لوړه شوې ده.
د دغه مركز څېړونكى حكمت الله ځلاند وايي، د دوى د څېړنو پربنسټ، د ملي يووالي د حكومت په دوره كې د دې حكومت د مشرانو ترمنځ اختلافونه، د طالبانو په مشرتابه كې بدلون، د سيمه ييزو پوليسو او نامسووله وسله والو فعاليت، د جګړې په ډګر كې د بهرنيو ځواكونو د رول زياتېدل، د افغان ځواكونو كمزورتيا، د حكومت جګړه ييزې تګلارې، د داعش ډلې د فعاليت پيل، د سولې په پروسه كې په طالبانو فشار او د حكومت ناسم مديريت د جګړې لوى لاملونه وو.
په ورته وخت كې د ماليې پخواني وزير محمدعمر زاخېلوال چې د ياد راپور د پايلو د خپرېدو په ناسته كې يې خبرې كولې وويل، حكومت بايد د روان حالت او د سولې د بهير په اړه د خلكو اندېښنو ته قانع كوونكى ځواب ووايي.
زاخېلوال زياتوي، د سولې او جګړې په دواړو برخو كې د حكومت تګلارې ستونزې لري او بايد پرې له سره كتنه وشي.
عمر زاخېلوال په ورته وخت كې وايي، په اوپراتيفي توګه د سولې د بهير مخته وړل د سولې په ګټه نه دي او بايد ياد بهير په رڼه توګه سمبال شي.
د هېواد د روان حالت په اړه خلك په داسې حال كې اندېښنې څرګندوي چې په دې وروستيو كې په بېلابېلو ولايتونو كې جګړو زور اخيستى او ورسره د مرګ ژوبلې كچه هم لوړه شوې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


