ads

پوتين: په افغانستان او سيمه کې امنيت مهم دی

د روسيې جمهور رييس ولاديمير پوتين وايي، د افغانستان او سيمې امنيت مهم دی او هيله لري چې دغه هېواد ته دايمي ثبات راشي.

نویسنده: mayar
29 وری 1398
پوتين: په افغانستان او سيمه کې امنيت مهم دی

د روسيې جمهور رييس ولاديمير پوتين وايي، د افغانستان او سيمې امنيت مهم دی او هيله لري چې دغه هېواد ته دايمي ثبات راشي.
ویلاديمیر پوتین له امام علي رحمن سره په ليدنه کې د افغانستان او سیمې پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
پوتین په دغه خبرو کې ویلي، په سیمه ییزو کنفرانسونو کې باید د افغانستان د مسئلې پر حل فکر وشي.
هغه همدا راز مننه کړې چې د شانګهای غړو هېوادونو د افغانستان د وضعیت په اړه کنفرانس جوړ کړی و.
د تاجکستان جمهور رييس هم په سیمه کې امنیت او ثبات د ټولو لپاره مهم بللی دی. دواړه لوري د پوځي همکاریو پر ډېرېدو او همدا راز په تاجکستان کې د پوځي تمرینونو پر زیاتېدو او پراختیا هم هوکړې ته رسېدلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA