يوې سعودي ورځپاڼې د ترکيې کورني وضعيت ته په کتو اردوغان ته خبرداری ورکړی چې د عربو د پسرلي په څېر ترکي پسرلی هم را روان دی.
دې ورځپانې هڅه کړې د ترکيې کورنی وضعيت هومره بحراني وښيي چې ښايي په دغه هېواد کې هم د عربي هېوادونو په څېر پاڅون وشي او د دې هېواد جمهور رييس رجب طيب اردوغان له واک ګوښه کړل شي.
يادې ورځپانې په دې ليکنه کې د معترضينو ځپل، له قطر او ايران سره ښې اړيکې پالل او د سوريې په قضيه کې د ترکيې ناکامي هغه عوامل بللي دي چې د ليکوال په باور ترکيه يې بدنامه کړې.
لیکوال بالاخره خپلې اصلي موخې ته اشاره کړې او ټينګار يې کړی چې له سعودي عربستان او مصر سره د ترکيې اړيکې د پخوا په څېر نه دي.
دې ورځپاڼې د ترکيې اقتصادي وضعيت په ناوړه حالت کې بللی او ټينګار يې کړی چې په وروستيو کې د ترکيې اقتصادي وضعيت په ښه لوري نه دی روان.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


