ټاکل شوې د افغان حکومت له لوري د قطر د بين الافغاني ناستې لپاره ټاکل شوی ۲۵۰ کسيز افغان پلاوی نن د قطر پايتخت دوحې ته روان شي.
جمهور رييس محمد اشرف غني پرون دې پلاوي ته په خبرو کې وويل، چې دوی له طالبانو سره په خبرو کې د افغان حکومت او ملت استازيتوب کوي.
جمهور ريیس غني د قطر په دوحه کې د افغان سولې لپاره د خپلمنځي خبرو دا غونډه یو چانس وباله.
که څه هم طالبان وايي، چې دې غونډه کې څوک د افغان حکومت په استازيتوب ګډون نشي کولی، خو اشرف غني خپله وینا کې وویل، چې دا ۲۵۰ کسیز پلاوی د حکومت استازيتوب کوي.
طالبان وایي، په قطر غونډه کې له کابله تلونکی پلاوی د مسکو غونډې په څېر دی او د افغان حکومت استازيتوب نشي کولی.
خو جمهور رييس غني وايي، د افغان حکومت او ولس استازيتوب ځکه مهم دی چې هیڅوک هم د دولت له چوکاټ پرته د ملت استازيتوب نشي کولی.


