ads

۸ کاري ډلې د قطر په ناسته کې په کومو موضوعاتو بحث او خبرې کوي؟

په داسې حال کې چې افغان حکومت د قطر په بين الافغاني کنفرانس کې د ګډون لپاره د سه شنبې په ورځ د ۲۵۰ تنو ګډون کوونکو لېست خپور کړ، خو وسله والو طالبانو دې ته په غبرګون کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي: ((محدود سياسي شخصيتونه او قومي مشران په وروستي لېست کې ځای لري چې يوازې هغوی د قطر په ناسته کې ګډون کوي.))

نویسنده: mayar
28 وری 1398

جمهوري رياست وايي، د ملي يووالي حکومت مشرانو او يو شمېر سياسي شخصيتونو د چهارشنبې په ورځ په يوه ناسته کې د قطر په کنفرانس کې د ګډون کوونکي پلاوي له غړو سره د سولې پروسې د اهميت او د افغانستان له دولت او ملت د باعزته استازولۍ په تړاو خبرې وکړې.
د راپورونو پر بنست د دوحې کنفرانس ګډونوال به په بېلا بېلو کاري ډلو کې له طالبانو او اسلام د افغانستان د دولت د تعريف، د بيان د ازادۍ، د ښځو د حقونو، د ټاکنو او د قدرت د لېږد د څرنګوالي، پر اقتصاد د جګړې د منفي اغېزو او د قضايه، مقننه او اجرايه قوې د څرنګوالي په تړاو بحث او خبرې وکړي.
په همدې حال کې سياسي کارپوهان باور لري چې د دوحې غونډې ګډونوال به د دوی د شمېر د ډېروالي له کبله کنټرول او واحد نظر ونه لري.
د سياسي چارو شنونکی محمد علي جعفري وايي، افغان حکومت نه دی توانېدلی چې په افغانستان کې د ننه يوه واحده اجماع رامنځته کړي او له طالبانو سره خبرې وکړي.
له بل لوري د سياسي چارو کارپوه عادل شاه قريشي بيا وايي، د سولې د خبرو له پيل راهيسې د افغانستان حکومت بې پروګرامه عمل کړی او د قطر د ناستې ګډونوال هم له همغږۍ پرته ټاکل شوي دي.
ټاکل شوې د قطر د سولې ناسته د وري په ۳۰مه نېټه جوړه شي او د دې غونډې ګډونوال په بېلا بېلو ډلو کې د افغان دولت په مديريت بحث او خبرې وکړي او له بحثونو وروسته د غويي مياشتې په لومړۍ نېټه د افغان حکومت او وسله والو طالبانو له لوري يوه ګډه اعلاميه خپره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA