ads

د جمهوري رياست ځينې احتمالي نوماندان: د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته د حکومت قانوني موده پای ته رسېږي

د جمهوري رياست يوولسو تنو احتمالي نوماندانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د روان كال د غبرګولي مياشتې له لومړۍ نېټې وروسته د ملي يوالي حكومت قانوني موده پاى ته رسيږي او دوى به ورته يو بل بديل وړاندې كړي.

نویسنده: mayar
28 وری 1398
د جمهوري رياست ځينې احتمالي نوماندان: د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته د حکومت قانوني موده پای ته رسېږي

د جمهوري رياست يوولسو تنو احتمالي نوماندانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د روان كال د غبرګولي مياشتې له لومړۍ نېټې وروسته د ملي يوالي حكومت قانوني موده پاى ته رسيږي او دوى به ورته يو بل بديل وړاندې كړي.
په دغه احتمالي نوماندانو كې چې د جوزا په لومړۍ نېټه يې د ملي يووالي د حكومت د مشرانو له واكه لرې كېدل غوښتي، احمدولي مسعود، رحمت الله نبيل، عنايت الله حفيظ، غلام فاروق نجرابي، فرامرز تمنا، محمد ابراهيم الكوزى، عبدالحكيم تورسن، محمدحنيف اتمر، محمدشهاب حكيمي، نورالرحمن لېوال او نورالحق علومي شامل دي.
له دې ډلې د حنيف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال د ټاكنيز ټيم وياند قادرشاه كليد ته وويل، دغه احتمالي نوماندان اوس په بديله لاره غور كوي او كېداى شي چې د غبرګولي مياشتې له لومړۍ نېټې وروسته د ټاكنو تر ترسره كېدو پورې په يوه سرپرست حكومت هوكړه وكړي.
خو د جمهوررئيس مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي وايي، د جمهور رئيس د كاري مودې د پاى ته رسېدو په اړه د اساسي قانون يو شپېتمه ماده وضاحت لري.
د اساسي قانون په يوشپېتمه ماده كې ويل شوي، چې د جمهوررئيس دنده تر ټاكنو وروسته د پنځم كال د غبرګولي په لومړۍ نېټه پاى ته رسيږي او د جمهوررئيس د كار ترپاى ته رسېدو د مخه د نوي جمهوررئيس د ټاكلو لپاره له دېرشو تر شپېتو ورځو په موده كې ټاكنې ترسره كيږي.
خو د حقوقي چارو شنونكي وايي، چې د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته اوسنى حكومت خپل قانوني مشروعيت په بشپړه توګه له لاسه وركوي.
د حقوقپوهانو د ټولنې مرستيال عبدالسبحان مصباح وايي، جمهوررئيس د ولس په رايو سره د پنځو كلونو لپاره ټاكل كيږي او د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د ولس د رايو وخت پوره كيږي او جمهوررئيس هم نه شي كولاى چې له هغه وروسته د خلكو د رايو پربنسټ د هغوى د ارادې تمثيل وكړي.
د حقوقپوهانو د ټولنې مرستيال په ورته وخت كې د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته تر ټاكنو پورې هره بديله لاره غيرقانوني ګڼي خو وايي، ولس له مجبوريته دغه غيرقانوني بديله لاره مني ترڅو ټاكنو ته لاره جوړه شي چې نظام بېرته خپل قانوني مشروعيت ترلاسه كړي.
د جمهوري رياست دغه احتمالي نوماندان په داسې حال كې د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته له واكه د ملي يووالي د حكومت د مشرانو لرې كېدل غواړي، چې له دې وړاندې په خپله جمهوررئيس هم په وار وار ټينګار كړى چې له خپلې قانوني مودې وروسته يوه ورځ هم نه غواړي چې په واك كې پاتې شي.
خو دا چې د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته به جمهوررئيس خپله دنده پرېږدي او كه به دوام وركړي؟ دا هغه پوښتنه ده چې وخت به يې ځواب كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA