د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د پوليسو په لوکسل موټر د چسپکي ماين د چاودنې له کبله دوو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، دغه پېښه تېره شپه ۸ بجې رامنځته شوې او يو چسپکي ماين د پوليسو په لوکسل موټر پورې نښلول شوی و.
د نوموړي په خبره، په دې پېښه کې يو پولیس وژل شوی او يو بل ټپي دی.
له بل لوري وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت په غاړه اخیستی او رسنيو ته په لېږل شوي پيغام کې يې ادعا کړې چې په دې چاودنه کې د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ د پوليسو معتمد وژل شوی او درې نور پوليس ټپيان شوي دي.


