د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د زیاتو ورښتونو له کبله د يوې خونې چت لوېدلی او د دې کورنۍ ۶ تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.
د دغه ولايت د والي وياند عطاالله خوګياڼي کليد ته وویل، په دې پېښه کې د يادې کورنۍ دوې ښځې او دوه ماشومان مړه شوي او دوه نور ټپيان دي.
خوګياڼی زياتوي، دغه پېښه د روداتو ولسوالۍ په منګل کلي کې رامنځته شوې.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې د ننګرهار او کابل په ګډون د هېواد په ګڼو ولایتونو کې سخت ورښتونه رامنځته شول او د نورو زيانونو تر څنګ سېلابونو هم خلکو ته مالي او ځاني زيانونه واړول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


