ads

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د نفوس پر چټکې ودې اندېښنه وښوده

ملګري ملتونه په افغانستان کې د کورنیو د تنظیم او نفوس د چټکې ودې په اړه اندېښنه ښيي.

نویسنده: mayar
28 وری 1398
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د نفوس پر چټکې ودې اندېښنه وښوده

ملګري ملتونه په افغانستان کې د کورنیو د تنظیم او نفوس د چټکې ودې په اړه اندېښنه ښيي.
د افغانستان د نفوس لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق ویلي په افغانستان کې واده شوې جوړې لا هم د کورنۍ د تنظیم لپاره عصري وسایلو ته لاسرسی نه لري او لا هم افغان مېرمنې د زېږون پر مهال خپل ژوند بایلي.
د دغه ادارې په وینا لا هم په افغانستان کې د زېږون پر مهال عصري وسایلو او منظمو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نشته دی، چې له امله یې د مور او ماشوم مړینه ډېره شوې ده.
سرچینه کاږي چې په ټوله نړۍ کې هره ورځ ۸۰۰ مېرمنې د زېږون پر مهال مړې کېږي او په افغانستان کې بیا په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زېږون پر مهال خپل ژوند بایلي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم وایي افغانستان د نفوس له چټکې ودې سره مخ دی او که همدا وده دوام وکړي، نو ښايي تر راتلونکو ۲۴ کلونو د افغانستان نفوس دوه برابره شي.
دغه وزارت وایي دوی د کورنۍ د تنظیم ځانګړې څانګه لري چې خپلې هڅې کوي خو د نړیوالو بنسټونو لاسنیوي ته اړتیا لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA