ads

ملګرو ملتونو د طالبانو له لوري د پسرلينو عملياتو پيلول وغندل

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه اعلامیه کې د طالبانو پسرلني عملیات غندلي او ویلي یې دي چې “دغه عملیات به د افغانستان د خلکو په لازیاتې او بې ځایه بربادۍ تمام شي.”

نویسنده: mayar
28 وری 1398
ملګرو ملتونو د طالبانو له لوري د پسرلينو عملياتو پيلول وغندل

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه اعلامیه کې د طالبانو پسرلني عملیات غندلي او ویلي یې دي چې “دغه عملیات به د افغانستان د خلکو په لازیاتې او بې ځایه بربادۍ تمام شي.”
وسله والو طالبانو د جمعې په ورځ د الفتح په نوم خپل پسرلني عملیات د افغانستان په ټولو برخو کې پیل کړل.
طالبانو خپل پسرلني عملیات په داسې حال کې اعلان کړي چې د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان د سولې خبرو اترو د تسهیل لپاره د ۱۱ طالب مشرانو نومونه د نړیوالو تحریمونو له لست څخه ایستلي دي.
سره له دې چې د طالبانو استازو له تېر کال راهیسې لږ تر لږه پنځه وارې د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي، خو په افغانستان کې دغې ډلې خپل عملیاتو ته هماغسې ادامه ورکړې ده.
ټاکل شوې چې د طالبانو سره د سولې خبرو اترو تازه پړاو به د طالبانو استازو او ۲۵۰ کسیزه افغان پلاوي تر منځ د قطر په پلازمینه دوحه کې تر سره شي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان په جګړه کې له ټولو ښکېلو غاړو غوښتي چې د دغه فرصت څخه ګټه واخلي او دایمي سولې ته د رسیدلو لپاره زمینه برابره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA