ads

طالبان: په قطر کنفرانس کې هومره کسان ګډون نه شي کولای چې حکومت اعلان کړي

وسله وال طالبان وايي، د قطر په بين الافغاني کنفرانس کې هومره کسان ګډون نه شي کولای چې حکومت يې لېست خپور کړی دی.

نویسنده: mayar
28 وری 1398
طالبان: په قطر کنفرانس کې هومره کسان ګډون نه شي کولای چې حکومت اعلان کړي

وسله وال طالبان وايي، د قطر په بين الافغاني کنفرانس کې هومره کسان ګډون نه شي کولای چې حکومت يې لېست خپور کړی دی.
د وسله والو طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له لوري کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کنفرانس کې د ګوتو په شمېر کسان له کابل څخه ګډون کوي چې هغوی به هم خپل شخصي نظر وايي او د دوی په خبره د کابل ادارې استازيتوب نه شي کولای.
طالبانو ويلي، دا په يوه لرې خليجي هېواد کې يو کنفرانس دی او د کابل د هوټلونو
واده نه دی.
طالبانو حکومت تورن کړی چې په دې ډول هڅو سره د سولې د روانې پروسې د سبوتاژ هڅه کوي.
افغان حکومت پرون هغه ۲۵۰ کسيز لېست اعلان کړ چې ټاکل شوې د افغان پلاوي په نوم د قطر په بين الافغاني کنفرانس کې ګډون وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA