ads

د پښتون ژغورنې غورځنګ خپلې مبارزې ته دوام ورکوي

د پاکستان پارلمان له منظور پښتین غوښتي چې خپلې ستونزې د دوی په وسیله له حکومت سره حل کړي.

نویسنده: mayar
28 وری 1398
د پښتون ژغورنې غورځنګ خپلې مبارزې ته دوام ورکوي

د پاکستان پارلمان له منظور پښتین غوښتي چې خپلې ستونزې د دوی په وسیله له حکومت سره حل کړي.
د پاکستان پارلمان یوې ځانګړې کمېټې تېره ورځ منظور پښتین وربللی و او له هغه یې د ستونزو شریکولو غوښتنه کړې وه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین بيا وایي، دوی خپلې ستونزې له پارلمان سره شریکې کړې خو خپلو مبارزو ته به ادامه ورکوي.
د ده په وینا دا یوازې له دوی سره د ستونزو شریکول و او هیله لري چې دوی وکړی شي په دې برخه کې همکاري وکړي.
تر دې وړاندې هم د پاکستان ګڼو ادارو او پارلمان له منظور پښتین غوښتي وو، چې خپل فعالیتونه بند کړي او ستونزې له دوی سره شریکې کړي. خو پښتین وایي چې په ځلونو یې ستونزې له حکومت او پارلمان سره شریکې کړې خو چا یې د حل تابیا نه ده کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA