ads

په هلمند كې د ماين چاودنې ۱۲ ملكي وګړي ټپيان كړل

د هلمند په ګرشك ولسوالۍ كې د ماين چاودنې ۱۲ ملكي وګړي ټپيان كړي دي.

نویسنده: mayar
27 وری 1398
په هلمند كې د ماين چاودنې ۱۲ ملكي وګړي ټپيان كړل

د هلمند په ګرشك ولسوالۍ كې د ماين چاودنې ۱۲ ملكي وګړي ټپيان كړي دي.
د والي وياند عمر ځواك كليد ته وويل، دا چاودنه تېر ماښام شاوخوا اووه بجې د ګرشك ولسوالۍ بازار ته څېرمه د ملكي وګړو پر يوه موټر وشوه، چې په ترڅ كې يې د شپږو ماشومانو په ګډون ۱۲ ملكيان ژوبل شول.
ځواک زياته كړه، ټول ټپيان روغتون ته وړل شوي او اوس مهال تر درملنې لاندې دي.
ولايتي چارواكي دا د دولت د وسله والو مخالفينو كار بولي، خو هغوى يې په تړاو څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA