د هرات په مركز او ولسواليو كې د سېلابونو له كبله شپږ تنه وژل شوي، ۱۰ ټپيان او ۱۶ تنه نور ورك شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، هلته تېره شپه سېلابونو پنځه تنه ووژل او په اوبې ولسوالۍ كې د يوه فلاينكوچ موټر ۱۷ تنه سپرلۍ وركه شوه.
د هغه په وينا، سېلابونو د هرات اوسېدونكو ته درانه مالي زيانونه هم اړولي، خو تر دا مهاله يې په تړاو كره معلومات نه دي ترلاسه شوي.
خو د هرات ولايت مقام مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په اوبې ولسوالۍ كې د فلاينكوچ موټر د وركې شوې سپرلۍ د يوه تن جسد موندل شوى دى.
د سرچينې په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو كې په هرات كې سېلابونو سلګونه څاروي، د استوګنې كورونه او زرګونه جريبه كرنيزه ځمكه له منځه وړې ده.
بايد وويل شي، چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې هم په دې ولايت كې سېلابونو نېږدې ۲۰ تنه وژلي وو.


