ads

په نړۍ كې د شري ناروغۍ پېښې زياتې شوي

د روغتيا نړيوال سازمان وايي، د ۲۰۱۹م ميلادي كال په لومړيو درېيو مياشتو كې په نړۍ كې د شري ناروغۍ پېښې د تېر كال د ورته مودې په پرتله څلور برابره زياتې شوې دي.

نویسنده: mayar
27 وری 1398
په نړۍ كې د شري ناروغۍ پېښې زياتې شوي

د روغتيا نړيوال سازمان وايي، د ۲۰۱۹م ميلادي كال په لومړيو درېيو مياشتو كې په نړۍ كې د شري ناروغۍ پېښې د تېر كال د ورته مودې په پرتله څلور برابره زياتې شوې دي.
دغه سازمان پرون د يادې ساري او مخنيوي وړ ناروغۍ په اړه ويلي، په نړۍ كې د شري ناروغۍ بې سارې پېښې ثبت شوې دي.
د روغتيا د نړيوال سازمان په خبرپاڼه كې راغلي، دا ناروغي دمګړۍ په اوكراين، ګرجستان، قزاقستان، قرغزستان او همدارنګه د جنوبي اسيا او افريقا په څو هېوادونو كې د لا پراخېدو په حال كې ده.
شری د ماشومانو يوه ساري ناروغي ده، چې په اسانۍ له ناروغ نه روغ كس ته لېږدي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA