ads

په ننګرهار كې د هاوان مرمۍ ۱۱ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ په مركيخېلو سيمه كې پر يوه كور د هاوان مرمۍ د لګېدو له كبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: mayar
27 وری 1398
په ننګرهار كې د هاوان مرمۍ ۱۱ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ په مركيخېلو سيمه كې پر يوه كور د هاوان مرمۍ د لګېدو له كبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي كليد ته وويل، د هاوان دا مرمۍ د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوې، چې له كبله يې څلور ملكي وګړي وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.
نوموړي د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت نازك وباله.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال كې ده، چې د لغمان په مركز مهترلام كې وړم مازديګر د هاوان مرمۍ چاودنې اووه ماشومان ووژل او ۱۰ تنه نور يې ژوبل كړل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA