په كابل كې د بارانونو له كبله د دې ولايت په بېلابېلو سيمو كې سېلابونه را وتلي دي.
د كابل ښاروالۍ د كابل سيند د اوبو كچې د لوړېدو خبردارى وركړى او دغه سيند ته له نېږدې په ځانګړې توګه د زيانمنونكو سيمو له اوسېدونكو يې غوښتي، چې دا سيمې پرېږدي.
د كابل ښاروالۍ وياند جليل سلطاني كليد ته وويل، د وروستيو ورښتونو له كبله د كابل سيند د اوبو كچه لوړه شوې او د وړاندينو له مخې د راتلونكو دوو ورځو ورښت به يې نوره هم لوړه كړي.
راپورونه وايي، له تېرې ورځې راهيسې د كابل په بېلابېلو سيمو كې را وتلو سېلابونو د پايتخت اوسېدونكو ته درانه مالي زيانونه اړولي او يو كس يې وژلى دى.
د يادونې وړ ده، چې د سږ كال موسمي ورښتونو د هېواد څو ولايتونه وځپل او خلكو ته يې درانه ځاني او مالي زيانونه واړول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


