ads

په كابل كې سېلابونو دوه تنه وژلي

د كابل په بېلابېلو سيمو كې سېلابونو دوه تنه وژلي او د پايتخت اوسېدونكو ته يې مالي زيانونه هم اړولي دي.

نویسنده: mayar
27 وری 1398
په كابل كې سېلابونو دوه تنه وژلي

د كابل په بېلابېلو سيمو كې سېلابونو دوه تنه وژلي او د پايتخت اوسېدونكو ته يې مالي زيانونه هم اړولي دي.
د كابل والي محمد يعقوب حيدري نن يوې خبري غونډې ته وويل، د وروستيو دوو ورځو ورښتونو له كبله د كابل په مركز او ولسواليو كې سېلابونه را ووتل، چې په ترڅ كې يې دوه تنه ووژل شول.
د ده په وينا، دغو سېلابونو شاوخوا ۲۰ كورونه تخريب كړي او له ۲۰۰ زيات نور كورونه د اوبو تر جدي ګواښ لاندې دي.
بل پلو د كابل ښاروالۍ وايي، د وړاندوينو له مخې په راتلونكو ورځو كې هم د بارانونو ورېدو اټكل موجود دى، چې د كابل سيند د اوبو كچې د لا لوړېدو سبب به شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA