ads

په فارياب كې ۲۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

په فارياب كې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواكونو ترمنځ په نښته كې ۲۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: mayar
27 وری 1398
په فارياب كې ۲۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

په فارياب كې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواكونو ترمنځ په نښته كې ۲۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، طالبانو د دوشنبې په مازديګر شاوخوا پنځه بجې د فارياب د دولت اباد ولسوالۍ پر مركز بريد وكړ، چې له شاوخوا پنځه ساعته جګړې وروسته په شا وتمبول شو.
د نوموړي په خبره، په دې جګړه كې شپږ طالبان وژل شوي او په دولت اباد ولسوالۍ كې د طالبانو د نظامي كمېسيون د مسوول مولوي احسان الله په ګډون ۱۴ تنه نور ټپيان دي.
رضايي زياته كړه، په ياده نښته كې امنيتي سرتېرو او ملكي وګړو ته زيان نه دى رسېدلى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.
د يادولو ده، چې طالبانو د تېرې يكشنبې په شپه هم د دولت اباد ولسوالۍ پر مركز بريد كړى و، خو د څلورو قوماندانانو په ګډون يې نېږدې ۳۰ وسله والو ته د مرګ ژوبلې تر اوښتو وروسته سيمه پرېښوده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA