ads

د دوحې غونډې د ګډونوالو لېست اعلان شو

د ملي يووالي حكومت نن د قطر په پايتخت دوحه كې له طالبانو سره د بين الافغاني ناستې، چې په نېږدې راتلونكې جوړېږي، د ګډونوالو لېست اعلان کړ.

نویسنده: mayar
27 وری 1398
د دوحې غونډې د ګډونوالو لېست اعلان شو

د ملي يووالي حكومت نن د قطر په پايتخت دوحه كې له طالبانو سره د بين الافغاني ناستې، چې په نېږدې راتلونكې جوړېږي، د ګډونوالو لېست اعلان کړ.
د جمهور رئيس وياند هارون چخانسوري وايي، په دغه ۲۵۰ کسيز لېست کې د حکومتي چارواکو ترڅنګ د سياسي ګوندونو، جهادي مشرانو، د جګړې د قربانيانو، د ملي شورا، د سولې عالي شورا، ښځو، ځوانانو، ژورناليستانو او نورو اقشارو استازي شامل دي.
رنګين دادفر سپنتا، زلمى رسول، سيد حامد ګيلاني، عمر زاخېلوال، حكمت خليل كرزى، محمد اسماعيل، عطاء محمد نور، يونس قانوني، امرالله صالح، ضياء الحق امرخېل، عبدالسلام رحيمي، عبدالسلام ضعيف، محمد محقق او عبدالحفيظ منصور په دې لېست كې شامل دي.
همدارنګه د حسينې صافۍ، نرګس نهان، اناركلي هنريار، ثريا دليل او حبيبې سرابي په ګډون د ۵۰ مېرمنو نومونه هم په كې تر سترګو كېږي.
دا په داسې حال كې ده، چې طالبانو ويلي و، د دوحې په غونډه كې به د حكومت اړوند كسان خپل شخصي نظرونه وړاندې كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA