جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د ملي يووالي حكومت هدف د ملکيتونو خونديتوب دى او دا د هر هېوادوال مسلم حق دى، چې بااعتباره ځمکه او ملکيت ولري.
هغه دا څرګندونې تېر مازديګر په ارګ كې د ده په مشرۍ د دولتي او عامه املاکو او ځمکې د غصب قضيو د تعقيب او همغږۍ کمېټې په جوړه شوې غونډه كې وكړې.
جمهور رئيس غني اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه، چې په يوه مياشت کې دې د ځمکې د غصب د مخنيوي او خونديتوب په برخه کې واضح لورى او حرکت رامنځته شي.
نوموړي وويل، اړتيا ده د اړوندو ادارو ترمنځ د ځمکې او املاکو د غصب د مخنيوي په اړه همغږي او ګډ ليدلورى رامنځته شي او په دې اړه دې د جمهوري رياست د دوهم مرستيال سرور دانش په مشرۍ د غصب د حقوقي استناد په تړاو واضح بحث وشي.
ده د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته لارښوونه وکړه، چې د دولتي املاکو او ځمکې واضح نقشه دې چمتو شي او په دې اړه دې واضح ادرس شتون ولري.
د هېواد جمهور رئيس زياته کړه، ځمکې، ښارګوټي، پراخ املاک او غيرې قانوني سيمې دې طبقه بندي شي، چې ادارې يې پر بنسټ اړوندو چارو ته ښه رسيدګي وکړي.


