جمهور رئيس محمد اشرف غني نن د كابل ښار په قلعه واحد سيمه كې له سېلاب ځپلو سره وكتل.
ده وويل، د كابل سيند د استنادي كولو كار به د اوبو له كمېدو وروسته پيل شي.
د جمهور رئيس غني په وينا، د كابل سيند حريم د ملت حريم دى او له غصبه تصفيه كېږي.
نوموړي زياته كړه، د كابل سيند غاصبين بايد له غصب شوو سيمو بهر شي، كنه زندان ته به ولېږل شي.
د يادونې وړ ده، چې د كابل سيند د پاكولو په هدف په ۱۵ مياشتو كې له ۱۵۰ ميليونه زياتې افغانۍ مصرف شوې دي، خو كليد ګروپ داسې اسناد ترلاسه كړي، چې ښيي ياده اندازه پيسو د قناعت وړ پايله نه لرله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


