د تېر لمريز كال د ولسي جرګې ټاكنو يو شمېر بريالي كانديدان د ملي يووالي له حكومته د سولې مشورتي لويې جرګې تر جوړېدو وړاندې د نوې ولسي جرګې د پرانيستلو غوښتنه كوي.
دوى نن په يوه خبري غونډه كې د يوه پرېكړه ليك په خپرولو سره، چې پښتو بڼه يې شينكۍ كړوخېل ولوسته، له حكومت او پر ټاكنو د څار له بنسټونو وغوښتل، چې د هېواد د اوسني حالت په پام كې نيولو سره د ټاكنو له خپلواك كمېسيون سره د پاتې ولايتونو د ولسي جرګې ټاكنو د وروستيو پايلو د اعلانولو په برخه كې همكاري وكړي.
په پرېكړه ليك كې راغلي، حكومت بايد د ټولو ولايتونو د ولسي جرګې ټاكنو د وروستيو پايلو تر اعلان وروسته نوې ولسي جرګه د سولې مشورتي لويې جرګې تر جوړولو مخكې پرانېزي.
د هېواد په ۳۳ ولايتونو كې د ولسي جرګې ټاكنو له ترسره كېدو شاوخوا شپږ مياشتې تېرې شوي، خو د ټاكنو خپلواك كمېسيون تر دې دمه د ۲۵ ولايتونو وروستۍ پايلې اعلان كړې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


