ads

د جمهوري رياست ځينو کانديدانو له مشورتي لويې جرګې سره پرېکون وکړ

د جمهوري رياست د راتلونكو ټاكنو يو شمېر نوماندانو د سولې مشورتي لويې جرګې سره پرېكون وكړ او وايي، په دغه جرګه كې ګډون نه كوي.

نویسنده: mayar
26 وری 1398
د جمهوري رياست ځينو کانديدانو له مشورتي لويې جرګې سره پرېکون وکړ

د جمهوري رياست د راتلونكو ټاكنو يو شمېر نوماندانو د سولې مشورتي لويې جرګې سره پرېكون وكړ او وايي، په دغه جرګه كې ګډون نه كوي.
د جمهوري رياست يو شمېر نوماندان د سولې مشورتي جرګه غيرقانوني او د جمهوررئيس غني له خوا انحصاري ګڼي.
د جمهوري رياست راتلونكو ټاكنو ته نوماند نورالحق علومي د دوشنبې په ورځ د ترقي غوښتونكو او ديموكراتو ګوندونو د ائتلاف د رامنځته كېدو په غونډه كې د سولې مشورتي جرګه سياسي چل وباله او زياته يې كړه، چې د يادې جرګې په تړاو له هېڅ ملي او ديموكراتو بنسټونو سره مشورې نه دي شوې.
په همدې حال كې د جمهوري رياست د راتلونكو ټاكنو لپاره د رحمت الله نبيل په مشرۍ د امنيت او عدالت ټاكنيز ټيم هم د سولې له مشورتي جرګې سره پرېكون وكړ او زياته يې كړه چې په نوموړې جرګه كې ګډون نه كوي.
د دغه ټاكنيز ټيم وياند محمدعارف كياني كليد ته وويل، له يوې خوا په اوسنيو شرايطو كې په ياده جرګه لوړ لګښت راځي چې مناسب كار نه دى او له بلې خوا جمهوررئيس غني غواړي له دغې جرګې كمپايني ګټه واخلي چې دوى ورسره مخالف دي.
په همدې حال كې د احمد ولي مسعود په مشرۍ د وفاق ملي ټاكنيز ټيم هم اعلان وكړ چې د سولې په مشورتي لويه جرګه كې ګډون نه كوي.
د دغه ټيم وياند سيدجمال خورشيد كليد ته وويل، د سولې په اړه لويه مشورتي جرګه نه قانوني رنګ لري او نه هم دغه جرګه په سوله او ثبات اغېز كولاى شي.
خورشيد وايي، د سولې مشورتي جرګه د جمهوررئيس غني له خوا په انحصاري توګه جوړيږي او غواړي له دې څخه د خپل واك د غځولو او په ټاكنو كې د كمپاين لپاره ګټه پورته كړي.
د دې ترڅنګ د محمدحنيف اتمر او عبدالله عبدالله ټاكنيزو ډلو هم د بېلابېلو اعلاميو په خپرولو سره د سولې په تړاو په جوړېدونكې مشورتي لويه جرګه كې له ګډون څخه لاس په سر شوي دي.
غوښتل مو په دې اړه د حكومت نظر هم ولرو، خو د جمهوري رياست مطبوعاتي مسوولينو په دې اړه له څه ويلو ډ ډه وكړه.
ټاكل شوې چې د سولې لويه مشورتي جرګه د غويي مياشتې په نهمه نېټه په كابل كې د شاوخوا دوه نيم زرو كسانو په ګډون سره جوړه شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA