ads

په پنځو كلونو كې هېواد ته له درېيو ميليونو زيات افغان کډوال راستانه شوي

د كډوالو او راستنېدونكو چارو وزارت وايي، په پنځو كلونو كې هېواد ته له درېيو ميليونو زيات افغانان را ستانه شوي او له دوو ميليونو ډېرو خپل هېواد پريښى دى.

نویسنده: mayar
26 وری 1398
په پنځو كلونو كې هېواد ته له درېيو ميليونو زيات افغان کډوال راستانه شوي

د كډوالو او راستنېدونكو چارو وزارت وايي، په پنځو كلونو كې هېواد ته له درېيو ميليونو زيات افغانان را ستانه شوي او له دوو ميليونو ډېرو خپل هېواد پريښى دى.
د كډوالو او راستنېدونكو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي نن ملت ته د حكومت د حساب وركولو په غونډه كې وويل، له ۲۰۱۳م تر ۲۰۱۸م ميلادي كاله درې ميليونه او ۲۰۰ زره افغانان له بېلابېلو هېوادونو افغانستان ته په خپله خوښه بېرته راغلي او څه باندې دوه ميليونه او ۲۵۰ زره له هېواده وتلي دي.
بلخي زياته كړه، دوى هڅه كوي سږ كال د كډوالۍ جامع پاليسي بشپړه كړي.
د نوموړي په خبره، كه دوى په روان كال كې دا پاليسي وروستۍ كړي، نو په كې به د راتلونكو ۵۰ كلونو لپاره د كډوالۍ له فرصتونو د استفادې يوه لار نقشه ولري.
بايد وويل شي، چې دمګړۍ ميليونونه افغانان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو كې د كډوالۍ شپې ورځې تېروي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA