د ننګرهار ولايتي چارواكي د دې ولايت په شېرزادو ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د مرستيال قوماندان د سخت ټپي كېدو خبر وركوي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر تېره شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د شېرزادو ولسوالۍ په ماماخېلو سيمه کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د طالبانو د سرې قطعې مرستيال قوماندان ملا اغا او پنځه ملګري يې سخت ټپيان شول.
په خبرپاڼه كې راغلي، ملا اغا اصلاً د کندهار ولايت اوسېدونکى دى، چې په دې وروستيو کې د دولت له يو شمېر نورو وسله والو مخالفينو سره يو ځاى شېرزادو ولسوالۍ ته د تروريستي فعاليتونو په هدف ورغى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


