ads

په لغمان کې د چاودنې له كبله ۱۷ ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته

په لغمان کې پر ماشومانو د هاوان يوه مرمۍ چاودلې، چې له كبله يې ۱۷ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: mayar
26 وری 1398
په لغمان کې د چاودنې له كبله ۱۷ ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته

په لغمان کې پر ماشومانو د هاوان يوه مرمۍ چاودلې، چې له كبله يې ۱۷ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند اسدالله دولتزي کليد ته وويل، چاودنه تېر مازديګر شاوخوا پنځه بجې د مركز مهترلام په بصرام سيمه کې شوې ده.
د هغه په وينا، په دې چاودنه كې اووه ماشومان وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.
دولتزي د پېښې د قربانيانو عمرونه له ۱۵ كلونو كم وښودل.
ټپي ماشومان د لغمان سيمه ييز روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو كې ورته چاودنو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA