په غزني کې پر ۱۵۰۰ جريبه ځمکې باغونه جوړ شوي دي.
د غزني د رسنيو دفتر كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويلي، د دغه ولايت د كرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست لخوا د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام په مرسته لسګونو بزګرانو ته اصلاح شوي مېوه لرونکي نيالګي وېشل شوي او په ۱۵۰۰ جريبه ځمکه کې يې په مټ باغونه جوړ شوي دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، دا نيالګي د کرنې د مسلکي انجنيرانو په مشورې کېنول شوي، چې هدف يې د عصري کرنې دودول او له کمې ځمکې د زياتو حاصلاتو ترلاسه کول دي.
سرچينه وايي، ياد باغونه به په دوهم کال حاصل وركړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


