ads

په خوست کې د واده په مراسمو کې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په خوست کې يوه کس د واده په مراسمو کې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: mayar
26 وری 1398
په خوست کې د واده په مراسمو کې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په خوست کې يوه کس د واده په مراسمو کې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دا پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې د تڼيو ولسوالۍ په درګي سيمه کې رامنځته شوې ده.
د تڼيو ولسوال زمري حقمل كليد ته وويل، بريد كوونكي د نشې په حالت كې د واده پر ګډونوالو ډزې كړې دي.
ده زياته كړه، په دې پېښه كې د بريد كوونكي درې خپلوان وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.
د حقمل په وينا، قاتل له سيمې تښتېدلى دى.
خو د سيمې اوسېدونکي وايي، په دغه پېښه کې پنځه کسان وژل شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA