ads

په خوست ښار کې د يوه خونړي بريد مخنيوی وشو

په خوست ښار كې تېره شپه شاوخوا اووه بجې د يوه خونړي بريد مخه ونيول شوه.

نویسنده: mayar
26 وری 1398
په خوست ښار کې د يوه خونړي بريد مخنيوی وشو

د خوست د ملي امنيت رئيس محمد اشرف صافى وايي، دوو ځانمرګو بريد كوونكو غوښتل د يوه موټرسايکل بم په وسيله کوم دولتي ځاى په نښه کړي، خو هدف ته له رسېدو وړاندې د ملي امنيت د منسوبينو تر بريد لاندې راغلل، چې په پايله کې يې ځانمرګو بريد کوونکو خپل موټرسايکل بم ته چاودنه ورکړه او دواړه ځاى پر ځاى ووژل شول.
د نوموړي په خبره، پېښه د خوست ښار په جنوب لوېديځ کې د تووېشې پل ترڅنګ رامنځته شوې او بل چا ته په كې زيان نه دى اوښتى.
تراوسه معلومه نه ده، چې دا كسان د چا اړوند وو او نه هم د دولت كومې وسله والې مخالفې ډلې په دې تړاو تبصره كړې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA