د امريکا په جنوب کې يو مرګونی طوفان، چې تازه پيل شوی او تراوسه يې اته تنه وژلي، د ۹۰ ميليونه تنو ژوند ګواښي.
دا طوفان د امريکا ټکزاس او مي سي سي پي ايالتونو ته ستر خطر دی او اوسېدونکو ته يې مخکې له مخکې خبرداری ورکړل شوی دی.
د امريکا د هوا پېژندنې ادارې د يادو ايالتونو له اوسېدونکو غوښتي، چې خبرداری جدي ونيسي او امنو سيمو ته لاړ شي.
له دغه طوفان سره شديد باران هم مل دی او په ساعت کې ۱۱۰ کيلومټره واټن وهي. د امريکا د هوا پېژندنې ادارې ويلي، د طوفان دا ډول تر ټولو ډېر زيان اړوونکی وي.
يوه مياشت وړاندې د امريکا په الاباما ايالت کې د شديد باد جريان ۲۳ تنه ووژل.


