ads

پاکستان ۱۰۰ نور هندي کب نيوونکي خوشې کړل

پاکستان د ۳۶۰ زنداني كب نيوونكو هنديانو د خوشې کولو د بهير په دوهم پړاو کې نن ۱۰۰ نور هندي بنديان خوشې کړل.

نویسنده: mayar
26 وری 1398
پاکستان ۱۰۰ نور هندي کب نيوونکي خوشې کړل

پاکستان د ۳۶۰ زنداني كب نيوونكو هنديانو د خوشې کولو د بهير په دوهم پړاو کې نن ۱۰۰ نور هندي بنديان خوشې کړل.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، دا بنديان پرون له کراچۍ نه لاهور ته ولېږدول او نن په واګه بندر کې هندي چارواکو ته وسپارل شول.
دې هېواد د روانې اپرېل مياشتې په اوومه نېټه هم ۱۰۰ هندي کب نيوونکي ازاد کړي وو.
وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی و، چې اسلام اباد غواړي له نوي ډيلي سره د کړکېچ کمولو او ښه نيت ښودلو په هدف ۳۶۰ هندي کب نيوونکي په څلورو پړاوونو کې خوشې کړي.
هند او پاکستان ډېری وخت د يو بل کب نيوونکي په دې تور نيسي، چې ګواکې د دوی اوبو ته ور اوښتي.
پاکستان هڅه کوي په کشمير کې پر هندي سرتېرو تر خونړي بريد وروسته د کب نيوونکو په خوشې کولو سره د هندي حکومت غوسه را کمه کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA